چک هیګل دامریکا ددفاع دوزیرددندی لوړه پر ځای کړه
سلام خان سلام خان

 

چک هیګل د تیری چهارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع د وزیر په توګه د دندې لوړه پر ځای کړه او د جمهور رئیس اوباما د ادارې ددفاع دوزارت وظیفه یي په غاړې شوه دا په داسې حال کې ده، چې په سنا کې د دفاع وزیر په څوکۍ باندې د هیګل د تائید پر مهال یو شمېر سناتورانو د ده د وړتیا او په دغې حساسې دندې کې د ده د ثبات په اړه پوښتنې مطرح کړې وې او داسې استدلال یي کاوه چې هیګل پوځي کرکتر نه لري.

چک هیګل د امریکا د دفاع وزیر په توګه د لوړې پرځای کولو وروسته د دې وزارت کارکوونکو ته د ځان ور پيژندنې پر مهال وویل، دا فرصت یي په تواضع سره منلی او بدلونونو ته چمتو دی چک هیګل د دفاع وزارت کارکوونکو ته  وویل: زه به صادق اوسم،  مستقیم عمل به کوم او له تاسو نه هم همداسې غواړم  د امریکا د دفاع نوي وزیر د پنتاګون په بودجې کې د ۴۶ میلیاردو ډالرو  د کمښت په ګډون، د بودجې د کمیدو په اړه چې د جمعې په ورځ به په اتوماتیک ډول عملې شي، وویل: دا یو واقعیت دی او موږ ورته باید ځانونه چمتو کړی چک هیګل ددفاع وزارت کارکوونکو ته دنړیوالو مسالو په اړه وویل چی موږ نړۍ نشو دیکته کولای، خو له نړۍ سره باید ښکیل و اوسو. موږ باید له خپلو متحدانو سره پرمخ ولاړ شو. په دې خونه کې هر سړی پوهیږي چې متحدان څوک دي؟ دا د ډیر اهمیت وړ مساله ده هیڅ هیواد، د امریکا په څير ستر هېواد هم دا کار په یوازې ځان نشي کولای مونږ چی کوم غښتلی اړیکی ټینګ کړی دی ساتلو ته یی باید دوام ور کړو،چک هیګل دلوړی دمراسمو په مهال په خاص ډول د افغانستان مسله یاده نه کړه، خو دومره یي وویل چې د روان کال په پای کې به ۳۴ زره امریکایي عسکر وطن ته ستانه شي ده زیاته کړه، مونږ چې د یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې شخړې پاڼه اړوو، باید راتلونکو ګواښونو او چیلنجونو ته زیات پام وکړو. ده دغه  راز د ناتو په څیر اتحاد پر اهمیت باندي ټینګار وکړ .

له بله لوری له هغې ویدیو سره سم، چې تازه په یوټیوب کې خپره شوې، د امریکا نوي دفاع وزیر چک هېګل په ۲۰۱۱ کال په یوه وینا کې ویلي ؤ چې:هند د یوې مودې لپاره له افغانستان څخه د دوهمې جبهې په توګه کار اخیستی، هند له کلونو راهیسي د خپلې پولې په بلې خوا کې پاکستان ته د پرابلمونو د جوړولو لپاره پانګونه کړې ده هیګل دافغانستان او پاکستان داړیکو دخړ پړتیا یو علت هم هند بللی دی. چک هیګل دغه ځرګندونی دوه کاله مخکی دیوه علمی تحقیق په بڼه کړی وه او دا یی هم ویلی و، چی هند د څه مودې راهیسې د خپلې پولي په بلې خوا کې پاکستان ته د ستونزو د جوړولو لپاره پانګونه کړې ده او له افغانستان څخه یې د د دویمې جبهې په توګه کار اخیستی دی ،خوهند پر دغو خبرو فوراً عکس العمل وښود، ويې ویل چې دا ډول څرګندونې له هغو حقیقتونو او مرستو سره په ټکر کې دي چې دغه هیواد په خلاص لاس د جنګ ځپلي افغانستان د بیارغونې لپاره کړي دي هند په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان له بیارغونې سره تر دوه زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې او په زرګونو افغان محصلانو ته یې د لوړو زده کړو لپاره سکالرشیپونه ورکړي دي په واشنګټن کې د هند سفیر وویل:د سناتور هېګل له لوري، چې له ډېرو مودو راهیسي د هند ملګرتیا کوي او د امریکا او هند د اړیکو د نژدې کولو لپاره یې تل هڅې کړي، داسي څرګندونې د افغانانو د ملاتړ لپاره د هند د بې درېغه مرستو له حقیقت سره په ټکر کې دي ده همداراز ویلي چې له سوله ییز، باثبات او سوکال افغانستان سره د هند له مرستو څوک انکار نه شي کولی او دا مسله په هغو مرستو کې ثابتېږي چې هند د افغانستان په بیارغونه کې کړې دي.

په واشنګټن کې د هند سفارت داهم ویلي دی، چی د هند مرستې د افغانستان د حکومت، افغان ملت او د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول په نړۍ کې زموږ د دوستانو له لوري ستایل شوي. موږ له افغانستان سره د تشو او هوايي خبرو ژمنې نه کوو،د ولسمشر بارک اوباما حکومت تل ویلي چې هند په افغانستان کې مهم او رغنده رول لوبولی، تل یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د بیارغونې او د اساسي تاسیساتو په جوړولو کې مرسته کړې ده ،هند په تیرو یولسو کلونو کې له افغانستان سره څه کم دوه ملیارډه ډالره مرسته کړې او په زرګونو افغانانو ته یې په خپل هیواد کې د لوړو زده کړو ز مینه مساعده کړې ده افغان چارواکو تل ویلی دی چی له هند سره یی اړیکی دپاکستان په زیان نه دې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک دچک هیګل د تیرو ځرګندونو په هکله  په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ده د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او هندي چارواکو څخه غوښتي چې د دې مسلې په اړه خپل دریځونه څرګند کړي رحمن ملک زیاته کړه، پاکستان د افغانستان دوست هیواد دی، تل یې د افغانستان ملاتړ کړی او د افغانستان په ګټه یې غږ اوچت کړی دی نوموړی همداراز ویلی دی چی، هیواد یې پرېکړه کړې چې له راتلونکې میاشتې د افغانستان او پاکستان په پوله غیرقانوني تګ راتګ کنټرول کړي ده زیاته کړه، د راتلونکي مارچ له اتمې وروسته به هیچا ته اجازه ورنه کړی شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له قانوني اسنادو پرته تګ راتګ وکړي ده وویل چې د پاکستان له غوښتنې سره سره افغانستان خپلې پولې نه کنټرولوي خو اوس پاکستان پرېکړه کړې په پوله د چاقاق، د مخدرو موادو د کارو بار او غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیسي.

.یو شمېر افغان مبصرین د امریکا د دفاع د وزیر د پخوانیو څرګندونو په اړه د پاکستان عکس العمل ناسم بولي او وايي، چې د نړېوالې ټولنې په موجودیت کې افغانستان د پاکستان پر ضد نشي استعمالیدای د افغانستان په چارو کې د پاکستان پرله پسې لاسوهنه او له ترهګرۍ څخه ملاتړ افغانستان د پاکستان په وړاندې  له هند سره نږدې کیدو ته اړ کړی دی په تیرو څو کلونو کې په بیا بیا پاکستانیو چارواکو په ډاګه او یا هم له افغان چارواکو سره په پټو کې خبرو کې په دې هیواد کې د هند له پراخیدونکي نفوذ په اړه خپله اندیښه ښودلې ده،په عین حال کی دیوه تازه را پور پر بنیاد د افغانستان په لویدیځ کې امنیتي چارواکي اندیښنه ښيي چې دغې سیمې ته یو شیمر پاکستاني انجینیران را رسیدلي چې له وسله والو طالبانو او په ځينو مواردوکې د القاعدې ډلي له جنګیالو سره د ماینونو په خښولو اود مخابراتي سیستمونو په اتصال کې مرسته کوي ویل شوي چې د ماینونو د ایښودلو او جوړونې دغه پاکستاني ماهران د فراه او نیمروز ولایتونو تر منځ د دلارام په سیمه کې لیدل شوي دی.پای


February 28th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها